اوباما پاکستان ته خپل پلان شوی سفر لغوه کړی دې
سلام خان سلام خان

امریکايي رسنیو خبر ورکړ ،چې ولسمشر باراک اوباما پاکستان ته خپل پلان شوی سفر دامنیتي لاملونو له مخې لغوه کړ. دا پریکړه په  ایبټ اباد کی دالقاعده دمشر بن لادن له وژل کیدو وروسته شوی ده ،داوباما دملي امنیت سلاکار تام دونیلون وايي : پلان شوی سفر دامنیتي لاملونو له کبله لغو شو. په ایبټ اباد کې دبن لادن له وژنې وروسته واشنګټن پر پاکستان فشار زیات کړې دی ،چې دبنسټپالنۍ دځپنۍ لپاره خپلې هڅې نورې هم زیاتې کړي پردې سربېره واشنګټن اوس دا خبره هم کړې ده ،چې پاکستان باید دا څرګنده کړي ،چې ولې ېې ددومره اوږدې مودې لپاره بن لادن ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی و

دامریکا ولسمشر باراک  اوباما وايي هر هغه څوک ،چې دبن لادن  دوژنې په اړه شک کوي  او دا خبره کوي ،چې ایا دا دامریکا حق دی ،چې دالقاعدې مشر ووژني  دا ډول کسان باید رواني ډاکتر ته ولاړ شي او خپل عقلي ځواک باید معاینه کړي

اوباما له CBS تلویزون سره په مرکه کې ویلې دي : همدې پېښې له خوب تښتولې و دا بن لادن  و ،چې زه ېې په اړه هر وخت اندېښمن و ،چې دا به ووژل شي او کنه ؟ اوس عدالت تامین شو او هر څوک ،چې شک کوي ،چې ایا له بن لادن سره ، چې په امریکا کې ېې په زرګونو امریکایان ووژل دا ډول کړنه  مناسبه وه او کنه  دا سړی باید ارومرو رواني ډاکتر ته ولاړ شي،

دا برید ،چې امریکايي ځانګړو سري سرتېرو دپاکستان په ایبټ اباد سیمه کې تر سره کړ په ګانده کې ېې اوباما   له سیاسی پلوه پیاوړی کړ او  دمحبو بیت اوملا تړ کچه یی هم ورسره ډیره شوه ،اوباما وايي ما چې کله ددې برید امر وکړ ما دخپلو دوو سلفو دبرخلیک په اړه فکر نه کاوه ،چې هغه مهال دواړه په خپلو نظامي موخو کې ناکام شو او په امریکايي ولس کې ېې نوم بد شو لومړی جیمي کارتر ،چې په 1980 زکې ېې یرغمل شوې امریکايي ډیپلوماتان  له  بنده راخلاص نشو کړای او بل بېل کلنټن ،چې په 1993 ز کې ېې پر سومالیه برید  وکړ او ناکامه شو اوباما زیاتوي  موږ له سپینې ماڼۍ  دا عملیات  څارل دا زما په ژوند کې  اوږدې څلوېښتې  دقیقې وې ، چې پر ما تېرې شوې

امريکا وايي، په پاکستان پورې اړه لري، چې د ايمن الظواهري او ملا عمر پر ضد عمليات دوى ترسره کوي او که يې موږ ترسره کړو.دغه څرګندونې په پاکستان کې د امريکا سفير کميرون منټر تېره ورځ له يوې پاکستانۍ تلويزيوني شبکې سره د مرکې پر مهال کړې دي.

هغه زياته کړه، چې اسامه بن لادن نړيوال ترهګر او د ډېرو بېګناه وګړو پر وينو يې لاسونه سره وه

خو هغه وويل: دا په پاکستان پورې اړه لري، چې د اسامه د مرستيال ايمن الظواهري او د وسلوالو طالبانو د مشر ملا محمد عمر پر ضد عمليات دوى ترسره کوي او که يې موږ ترسره کړو.په پاکستان کې د امريکا سفير وويل، چې له اسامه وروسته د القاعدې دويم، درېيم، څلورم او پنځم نمبر مهم غړي او د طالبانو مشر ملا عمر هم بايد له منځه يوړل شي.د نوموړي په وينا، ترهګرو د پاکستان خپلواکي له ګواښ سره مخ کړې او دوى به له پاکستان سره په ګډه د هغوى پر ضد مبارزه کوي.بلخوا د امريکا حکومت د پاکستان د لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني هغه څرګندونې رد کړې، چې ګوندې امريکا دې له پاکستان څخه بښنه وغواړي.پرون د پاکستان لومړي وزير د خپل هېواد پارلمان ته د وينا پر مهال په ايبټ اباد کې د ترسره شويو عملياتو له امله، چې په ترڅ کې يې اسامه بن لادن ووژل شو، احتجاج کړى او له امريکايې غوښتنه کړې، چې بايد له پاکستان څخه بښنه وغواړي

خو د سپينې ماڼۍ وياند جى کارني پرون ناوخته په يوه خبري غونډه کې وويل، چې امريکا داسې کوم غلط کار نه دى کړى، چې پرې بښنه وغواړي،

نوموړي وويل، چې ولسمشر بارک اوباما د پاکستان د لومړي وزير وينا اورېدلې او په دې اړه غور کوی

هغه زياته کړه، چې په پاکستان کې د اسامه د شتون په اړه امريکا په سخت تشويش کې ده او له پاکستان ‌څخه يې يو شمېر پوښتنې کړې، چې هغوى يې بايد ځواب ووايي.صدراعظم گیلاني ددوشبی په ورځ دهغه هیواد وپارالمان ته دخبرو په طرڅ کی دا ومنله چې هیواد ېې د بن لادن په موندولو کې پاتې راغلی خو زیاته ېې کړه چې پدې ناکامې کې پاکستان یوازې ندی .د رسنیو د راپورونو له مخه پاکستان د بن لادن پر ضد د پټو عملیاتو د ترسره کولو وروسته خبر شوی . څارونکي وايي چې په دې سره امریکا د پاکستان سره د همکارۍ به برخه کې موجود  شکونه نړيوالو ته وښودل.د بن لادن د اوسیدو ځای دا شکونه رامېنځ ته کړي دي چې هغه به د پاکستانې چاواکې اوشاید هم د استخباراتي  او مخورو پوځي مامورینو مرستې تر لاسه کولی. وویل کیږي چې پاکستان پوځ د اسلامې تندلارو سره چې په افغانستان او هند کې ورنه کار اخلي، اړیکي لري. خو د امریکا چاواکې وایې هغوي داسی شواهد نلري چې د پاکستان جکپوړي پوځي او استخباراتي مامورین دې د بن لادن په پټولو کې لاس ولري ،د سپنې مانې ویاند د امریکا او د پاکستان د اړیکو په هکله په ځواب کې وویل چې امریکا  ممکن یو وخت د پاکستان سره اړیکې وشلوي خو بیرته یې خپله خبره بدله  کړه،

«زه وایم چې مهمه ده چې پرته د جدې پاملرنې / اریکې وشلو... دا غړنده ژبه ده چې باید وې نه کاروم.... خبره دلته ده چې اړیکې ډیرې پیچلې خو مهم دي. دا پخوا هم په ځینو برخو کې د امریکا او د امریکائینانو د امنیت دپاره گټور ثابت شوی وه. مونږ هیله لرو چې دا اړیکې همدارنگه دوام ومومی. ځکه دا زموږ د ملی منافع دپاره مهم دې

پاکستان یوازی د خارجې فشار لاندې نه بلکې کورني فشارلاندې هم دې. په پاکستان کې د ډيرو خلکو له پاره، د پاکستان په خاوره کي  په يوازي سر د امریکا عملیات د منولو وړ نه دي. د پاکستان مخالفې سیاسې ډلې هم پارلمان ته د پاکستان د صدراعظم د دوشنبې د ورځې په وینا باندې چې په هغه کې د پوځ او استخباراتو دفاع کړه، نیوکې کړې دی. د پاکستان د مسلم لیگ نواز گوند وویل د هغوی په اند د وینا متن د امریکا د سفارت څخه لیږدل شوی وه.پاي


May 13th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی